اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: اسراییل په غزه کې د امریکايي وسلو په مرسته جنګي جنایتونه کوي

ډید خبري اژانس: په امریکا کې د بښنې نړیوال سازمان اجرایوي مشر ویلي، د دوی څېړنو ښودلې چې د اسرائیلو پوځ د امریکا له خوا د جوړو شویو مهماتو په کارولو سره د فلسطینیانو پر ضد جنګي جنایتونه کوي.

پاول اوبراین په دې وروستیو کې په خپل ایکس شیټ کې لیکلي: له همدې امله موږ له متحده ایالاتو غواړو چې د جنګي جرمونو لپاره د وسلو لیږل بند کړي.

اوبراین «د کانګرس د ۳۷ غړو ستاینه وکړه چې د اسراییلو د وسلو د قانون په وړاندې یې رایه ورکړه».

د امریکا سنا د سه شنبې په ورځ د اوکراین، اسرائیلو او تایوان لپاره د ۹۵ میلیارد ډالرو د بهرنۍ مرستې بسته تصویب کړه.

پارلمان دغه لایحه په ۷۹ موافقو او ۱۸ مخالفو رایو سره تصویب کړه او د لاسلیک لپاره یې د امریکا ولسمشر جوبایډن ته واستوله.

د یادولو وړ ده چې صهیونیسټ رژیم له تیرو شپږو میاشتو راهیسې په غزې تړانګې کښې د بې ګناه فلسطینیانو په قتل عام ، لوږه او وژلې سره لاس او ګریوان دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا