اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

مجاهد: بهرني اتباع که مجرم نه وي خوشې کېږي

ډيډ خبري اژانس: د طا-لبانو وياند تاييد کړه چې د امريکا په ګډون د بهرنيو هېوادونو يو شمېر اتباع د دوى په بند کې دي.

د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړې، چې د امریکا په ګډون یو شمېر د بهرنیو هېوادونو اتباع د اسلامي امارت په زندان کې دي.

هغه د بنديانو د شمېر د جزئياتو او شمېرې له ورکولو پرته وويل، چې دغه کسان د «امنيتي ستونزو» په ګډون د ځينو مسايلو په تړاو زنداني شوي دي.

د طا-لبانو ویاند زیاته کړه چې که بهرني اتباع مجرم نه وي، خوشې به شي، خو که پر دوی جرم ثابت شي، د حل لاره به ورته ولټوو.

په دې وروستیو کې په قطر کې د طا-لبانو له پلاوي سره په خبرو کې امریکايي استازو د طا-لبانو په بند کې د امریکايي اتباعو د سمدستي او غیر مشروطه خوشې کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د دغو کسانو نیول د مثبتو خبرو اترو پر وړاندې یو مهم خنډ دی.

امریکا د خپلو اتباعو د شمېر په اړه چې د طا-لبانو په بند کې دي، څه نه دي ویلي.

ځینې ​​امریکايي چارواکي طا-لبان تورنوي چې امریکاییان یې یرغمل نیولي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا