افغانستانحکومتروستي خبرونهسیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ارشدې رهبرۍ امنیتي غونډې ترسره کېدل

جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني نن مازدیګر د ځانګړو عملیاتو قول اردو قومندانۍ څخه د لیدنې پر مهال په امنیتي غونډه کې د هیواد عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه.


د ریاست جمهوری مانی د خبرپانی پر بنست، په دغه غونډه کې چې د قول اردوګانو قومندانانو د ویډیو کنفرانس له لارې ګډون درلود، په پیل کې د ملي امنیت سلاکار، لوی درستیز او د ملي دفاع وزارت سرپرست او د ځانګړو عملیاتو او د هیواد د ټولو قول اردوګانو قومندانانو له دښمن سره په مبارزه کې د قول اردوګانو د رول، د هدف ګذارۍ میکانیزم، همغږۍ، د علمیاتو د اجرا، پلانونو، لاسته راوړنو او کلیدي ننګونو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل.
د هیواد جمهوررئیس د یاد راپور له اورېدو وروسته د پلازمېنې شاوخوا او هیواد د بېلابېلو زونونو امنیتي او نظامي وضعیت وارزاوه او د لویو لارو امنیت د لازیات تامین په موخه یې لازمې لارښوونې وکړې.
همداراز جمهوررئیس څرګنده کړه، ژر به د شهیدانو کورنیو ته د استوګنې تر زرو زیاتې نمرې په کابل او وروسته د هیواد په نورو ټولو ولایتونو کې ووېشل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا