اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستنړۍ

عبدالرحمن لوګري د امریکا له خوا له هند څخه افغانستان ته انتقال شو

دید خبری آژانس: واشنګټن ټایمز خبر ورکړی چې د کابل په هوایی ډګر د خونړۍ حملې عامل عبدالرحمن لوګری د ویستلو په بهیر کښې د امریکې له خوا له هندوستان څخه افغانستان ته لیږدول شوی دی.

دا خبره د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) له خوا د کابل د هوايي ډګر په «ایبی ګېټ» کې د ژغورنې د پروسې پر مهال د شوي برید په اړه د نوې څېړنې تر خپرېدو څو ورځې وروسته دغې امریکايي رسنۍ کړې ده.

دغې امریکايي رسنی د چهارشنبې په شپه (د ثور ۵) د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې د ځینو جمهوري غوښتونکو غړو په حواله راپور ورکړی چې لوګري په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په هند کې د حملې په هڅه کې نیول شوی او بیا د امریکا له خوا افغانستان ته منتقل شوی دی.

په راپور کې راغلي: «هغه [لوگري] له یوه زندان څخه بل زندان ته لېږدول شوی و، تر دې چې د ۲۰۲۱ کال په جنورۍ کې د بګرام زندان ته، چې د امریکايي ځواکونو یوه مهمه هوايي اډه وه، لېږدول شوی و».

یوې سرچینې چې نوم یې په راپور کې نه دی یاد شوی ویلي چې امریکايي ځواکونه د ۲۰۲۱ کال د جولای په دویمه شپه له افغان ځواکونو سره له همغږۍ پرته د بګرام له اډې وتلي وو.

د دغې سرچینې په وینا، لوګري او د داعش یو شمېر نور بندیان د طا-لبانو تر نیولو پورې د بګرام پوځي اډه په زندان کې وو.

وروسته له هغه چې طا-لبانو واک تر لاسه کړ، دوی د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ د کابل هوايي ډګر پر ایبی دروازې د برید عامل له برید ۱۱ ورځې وړاندې خوشې کړ.

د دغه راپور پر بنسټ، جګپوړي امریکايي قومندانان له طا-لبانو تمه لري چې د لوګر د خلکو خوشې کول به د داعش هر ډول نفوذي کسان په نښه کړي.

په دې راپور کې دا هم ویل شوي چې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې ډېری جمهوري غوښتونکي په دې باور دي چې د دغه هېواد پوځ کولای شي د کابل هوايي ډګر ایبی دروازې ته څېرمه د ځانمرګي برید کوونکي مخه ونیسي.

د دغې کمیټې یوه غړي ټینګار وکړ: دا کمیټه دا نه مني چې د ایبی دروازې د حملې مخنیوی یې ناشونی و.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د کابل د هوايي ډګر پر ایبی دروازې د داعش ډلې د برید په اړه په خپله نوې څېړنه کې سینټ کام دغه برید بې مخینې بللی و.

د دغه برید په پایله کې ۱۳ امریکايي پوځیان او تر ۱۷۰ ډېر افغان ملکي وګړي ووژل شول.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا