افغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

په جلال اباد ښار کې د۵۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د برېښنا درېیم ترانسفرمر تر جوړیدو وروسته په فعالیت پیل وکړ

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د پنځه میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت د نغلو برېښنا اړوند درېیم ترانسفر تر جوړیدو وروسته په فعالیت پيل وکړ،چې له امله یې په جلال اباد ښار کې ۷۵ سلنه د برېښنا پرچاوۍ یا د نشتون ستونزه حل شوه .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، په جلال اباد ښار کې له وړاندې د ۷۲۲ میګاواټه په ظرفیت سره د برېښنا د ورکړې په موخه کورنیو ته لینونه غځول شوي، چې د درېیم ترانسفرمر په فعالیدو سره د دې ښار لپاره د ۴۰۰ میګاواټه په ظرفیت برېښنا برابره شوه،چې له امله یې اویا سلنه د برېښنا پرچاوۍ ستونزه حل شوه .
نوموړي زیاته کړه،د برېښنا شرکت له لورې درېیم فعال شوی ترانسفرمر د ۵۵ میلیونه امریکایي ډالرو په لګښت نصب شوی،چې د جلال اباد ښار شپاړس زره کورنۍ په منظم ډول د برېښنا له نعمت څخه برخمنې کړې .
هغه د جلال اباد ښاریانو ته د یاد ترانسفرمر د فعالیدو له امله مبارکي ورکړه او د برېښنا شرکت د کارکوونکو له کړنو څخه یې ستاینه او قدرداني وکړه.
ننګرهار والي همدا راز زیری ورکړ،چې په نږدې راتلوونکي کې به ننګرهار ولایت ته د د۲۲۰۰ میګاواټه را انتقالي برېښنا د لینونو غځولو په موخه د سروې چارې هم پیل شي،چې د چارو په وروستۍ کېدو سره به د ننګرهار ولایت د مرکز او ولسوالیو ترڅنګ د ختیځو نورو ولایتونو د برېښنا ستونزه هم حل شي.
د ننګرهار برېښنا شرکت سرپرست رئیس انجینر محمد ناصر قریشي وویل، د ننګرهار والي د ځانګړې پاملرنې په ترڅ کې د نوي ترانسفرمر د فعالیدو په ترڅ کې دې ولایت ته تر ۴۵ میګاواټه پورې د نغلو برېښنا را لیږدولی شي.
د ولایتي شورا غړي استاد اسرالله مراد د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او برېښنا شرکت د مشرتابه او تخنیکي کارکوونکو څخه مننه وکړه،چې د ولسونو سره یې د شوې ژمنې له مخې نوی ترانسفرمر فعاله او د برېښنا پرچاوۍ ستونزه یې حل کړه.
په همدې حال کې د سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ مسؤلینو د درونټې برېښنا کوټ د زیانمن شوو توربینونو د جوړولو له چارو څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې پر مهال چې د برېښنا سرپرست رئیس انجینرمحمد ناصر قریشي،پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې رئیس عبدالصیر سباون او ولایتي شورا غړي استاد اسرارالله مراد هم شتون درلود،ننګرهار والي د درونټې برېښنا کوټ د زیانم شوي توربین د جوړولو له چارو څخه لیدنه وکړه .
هغه د برېښنا شرکت تخنیکي ډلې څخه مننه وکړه،چې د روژې په مبارکه میاشت کې دوی د ولسونو د خدمت په موخه د زیانمن شوي توربین د جوړولو ګړندۍ چارې ترسره کوي.
د برېښنا شرکت سرپرست رئیس انجینر محمد ناصر قریشي ډاډ ورکړ،چې ډیر ژر به یاد توربین جوړ او ولسونه به د برېښنا له نعمت څخه برخمن کړي .
ننګرهار والي همدا راز د درونټې برېښنا کوټ تخنیکي کارکوونکي د ستړیا او ګړندي کار له امله په نغدي ډالیو هم ونازول .

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا