اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

قطر: په تېرو دوو کلونو کې مو لسګونه افغان نجونو ته د زده کړو فرصتونه برابر کړي دي

ډید خبري اژانس: په ملګرو ملتونو کې د قطر دایمي استازی وايي، دغه هېواد په تېرو دوو کلونو کې لسګونه افغان نجونو ته د هوايي ډګر په جوړولو سره د زده کړو ځانګړي فرصتونه برابر کړي دي.

په ملګروملتونو کښې د قطر دایمی استازی عالیه احمد بن سیف آل ثاني د ملګرو ملتو د امنیت شورا ته په یوه وینا کښې د نړیوالې سولې او امنیت د ټینګښت په چوکاټ کښې د عامه او خصوصي بشردوستانه ملګرتیاو د پراختیا په باره کښې وویل: قطر په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې د بشري وضعیت د ښه والي لپاره هڅې شوې دي. د هغه په ​​وينا، په دې کې د دوحې له لارې د لسګونو زرو افغانانو او بهرنيو اتباعو د لېږد رالېږد لپاره د هوايي پلونو فوري جوړول او د هغوى د کوربه توب او د افغان نجونو لپاره د ځانګړو زده کړو د زمينې برابرول او دغه راز د کابل د هوايي ډګر بيارغونه هم شامل دي.

هغه زیاته کړه، قطر هغه بېلابېلې، زیاتېدونکي او بې ساري ننګونې چې نړۍ ورسره مخ ده، په ګوته کړي، چې د وسله والو جګړو او طبیعي پېښو لکه د اقلیم د بدلون، زلزلې، سېلابونو او د کرونا ویروس له امله رامنځته کېږي، چې د ده په وینا د بشري ناورین لامل کېږي.

د قطر استازي یادونه وکړه چې نړیواله ټولنه باید بشري اړتیاوو ته ځواب ووایي.

په همدې حال کې طا-لبانو د خپلو زده کړو د دوام لپاره دوبۍ ته د لسګونو نجونو د تګ مخه نیولې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا