اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

په پاکستان کې تر ۱۲۰ ډېر افغان کډوال نیول شوي

دید خبری آژانس د خبر له مخې: له پاکستان څخه رپوټونه وایی چې د دغه هیواد د پولیسو له خوا له ۱۲۰ زیات افغان کډوال نیول شوی دی.

د (ای. آر. وای) په وینا، پاکستاني پولیسو پرون په کراچۍ ښار کې لږ تر لږه ۱۲۱ افغان کډوال ونیول.

د دغه راپور پر بنسټ، د دغو مهاجرو د نيولو لامل پاکستان ته د هغوی «غير قانوني ننوتل» دي.

په همدې حال کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چې په دغه هېواد کې د «غیر قانوني کډوالو پر وړاندې قوي اقدامات» وکړي.

خو له دې وړاندې هم پاکستاني پولیسو لسګونه افغان کډوال چې په هغه هېواد کې یې د اوسېدو قانوني اسناد درلودل نیولي وو.

سرچینه وايي، د پاکستاني پولیسو د دغه اقدام لامل له طا-لبانو څخه د دوی «اختلافات» دي، خو د دغه هیواد چارواکو تل دا ادعاوې رد کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا