اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهاجرتمهم مطالبنړۍ

تر ۳۰۰ ډېر افغان کډوال کاناډا ته واستول شول

دید خبری آژانس: د کاناډا د مهاجرت او تابعیت وزارت له خوا څه دپاسه ۳۰۰ افغان کډوال له پاکستان څخه دغه هیواد ته لیږدول شوی دی.

د کاناډا د مهاجرت او تابعیت وزارت اعلان وکړ چې پرون (جمعه، د کب ۱۸) له پاکستان څخه په یوه چارتر الوتکه کې ۳۳۳ افغان کډوال کلګاري ته انتقال شول.

دغه وزارت دا هم ویلي چې دغه پناه غوښتونکي به د ټورنټو په ګډون په ۳۳ ځایونو کې ځای پر ځای شي.

د کاناډا د مهاجرت او تابعیت وزارت وايي، وروسته له هغه چې طا-لبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ، ۴۹۷۰۰ کسان یې دغه هېواد ته انتقال کړي دي.

په عین حال کې، کاناډا باید د طا-لبانو تر واکمنۍ وروسته ۴۰ زره افغان کډوالو ته د اوسیدو اجازه ورکړي. خو کاناډا په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې له پاکستان څخه به د افغانانو لېږدولو ته دوام ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا