اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهټولنه

په بلخ کې یو بل تن ځان وژنه کړې ده

دید خبري آژانس: د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یوه ځوان په چړو وهلو سره خپل ژوند پای ته ورسوه. پرون هم په دغه ښار کې یوه ځوان ځان وژنه وکړه.

د بلخ امنیه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې دغه کس د محمد امین په نوم یاد کړی او ویلي یې دي، چې تېره شپه ۱۲ بجې یې د مزارشریف ښار د پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې په یوه رسۍ سره ځان ځړولی دی.

د طا-لبانو امنیتي چارواکو د هغه د خپلوانو له قوله ویلي چې هغه د «ټریمودول» نشه يي توکو کارول.

د محمد امين يوه پېژندونکي هم وويل، چې له څو کلونو راهيسې په نشه يي توکو لکه «زيکپ» او «ټريمودول» روږدي و. ځینې ​​ځوانان دغه تابلیتونه د نشه يي توکو په توګه کاروي.

تېره ورځ په بلخ او بدخشان کې د ځان وژنې دوه پېښې ثبت شوې وې.

فقر او بېکاري، رواني ناروغۍ او درملنې ته نه لاس رسی او کورنۍ تاوتریخوالی په هېواد کې د ځان وژنې له عمده عواملو څخه ګڼل کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا