اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د ایران استازي د فلسطین د خلکو په وړاندې د اسرائیلي رژیم اقدامات د کمزورتیا او منافقت نښه وبلله

ډید خبري اژانس: په افغانستان کې د ایران ځانګړي استازي د فلسطیني ولس په وړاندې د اسرائیلي رژیم وحشيانه کړنې د دغه رژیم د کمزورتیا او سستۍ نښه بللې ده.

په افغانستان کښې د ایران سفیر او خاص استازی حسن کاظمی قمی په یوه مرکه کښې د فلسطین د مظلومو خلکو په وړاندې د اسرائیلو د رژیم له تاوتریخوالی او له دغه رژیم سره د امریکې او ځینو لویدیځو هیوادونو ملاتړ د بیت المقدس د نیواکګرو رژیم د کمزورتیا او منافقت نښه وبلله.

له بلې خوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان دوحې ته تللی او هلته یې له قطري چارواکو سره په غزه کې د پرمختګونو د بیا کتنې او د اسراییلو د بریدونو د بندولو په اړه خبرې کړې دي.

د راپورونو پر بنسټ، د دې سفر اصلي موخه د فلسطین په اړه د قطر له لوړ پوړو چارواکو سره سلا مشورې او پر غزې د اسراییلو د بریدونو د بندولو لپاره د حل لارې موندل دي.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې امیر عبداللهیان دوحې ته سفر وکړ او هلته یې د قطر د امیر او د بهرنیو چارو له وزیر او همدارنګه د فلسطین د ازادۍ غورځنګ (حماس) د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه په ګډون د قطر له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل او ورسره یې مشورې وکړې.

باید وویل شي، چې امیر عبداللهیان به له دوحې وروسته انقرې ته هم سفر وکړي او له لوړ پوړو ترکي چارواکو سره به سلا مشورې وکړي.

د یادولو وړ ده چې پدې بریدونو کې تر اوسه پورې څه باندې اته زره فلسطینیان وژل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا