اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبورزش او ځوانانټولنه

مطیع الله ویسا له بنده خوشې شو

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، مطیع الله ویسا د «راه قلم بنسټ» بنسټ ایښودونکی او د پوهنې د حقونو فعال له ۲۱۵ ورځو بند تېرولو وروسته خوشې شو.

د راه قلم بنسټ نن پنجشنبه (د عقرب ۴مه) په اکس کې د ښاغلي ویسا د خوشې کولو اعلان وکړ.

د مطیع الله ورور عطاالله ویسا د نوموړي خوشې کېدل تایید کړي دي.

مطیع الله ویسا د مارچ په ۲۷مه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د خوشحال خان په سیمه کې د «ویس قرني» له جومات څخه خپل کور ته د راستنېدو پر مهال د کشفي ارګانونو له خوا ونیول شو.

طا-لبانو د ويسا د نيولو لامل «مشکوک فعاليتونه» بللي دي.

هغه د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانستلو کمپاین وکړ.

د مطیع الله ویسا نیول له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شول.

د افغانانو د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د نوموړي د خوشي کېدو هرکلی کړی او له بنده یې د بشري حقونو د ټولو فعالانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا