اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

د فرانسې مشرانو جرګې د کابل او پاریس د اړیکو په اړه غونډه وکړه

ډید خبري اژانس: د فرانسې مشرانو جرګې په افغانستان کې د طا-لبانو د واکمنۍ له امله د پاریس او کابل ترمنځ د اړیکو د راتلونکي په اړه غونډه وکړه.



په دې ناسته کې په افغانستان کې د فرانسې سفیر ډیویډ مارتینیون، په فرانسه کې د افغانستان سفیر همایون عزیزي او د افغانستان د مشرانو جرګې پخوانۍ غړې انارکلي هنریار خبرې کړې دي.
دا غونډه د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲نیته) د فرانسې په سنا مجلس کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان يو شمېر ټولنيز او مدني فعالان هم رابلل شوي وو چې د افغانستان د وضعيت په اړه خپل نظرونه د غونډې له ګډونوالو سره شريک کړي.
ويناوالو له فرانسې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندي کولو، د نجونو د ښوونځيو د پرانستلو، د بيان د ازادۍ او دغه هېواد ته د بشري مرستو د لېږلو لپاره کار وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا