اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړولو د امریکا د استازي او د ازبکستان د سفیر ټینګار

ډید خبري اژانس: په افغانستان کې د ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې په واشنګټن کې د ازبکستان له سفیرې فرقت صدیقوف سره په کتنه کې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

رینا امیري (پنجشنبه شپه، ۱۹ دلو) په X ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دواړو لورو د یوه ټول شموله حکومت پر شتون ټینګار کړی چې په افغانستان کې د وګړو له حقونو څخه ملاتړ کوي.

د هغه په ​​وينا، دې موخې ته په رسېدو کې د سيمې د هېوادونو رول د دې غونډې له نورو موضوعاتو څخه و.

ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی، چې له طا-لبانو سره نږدې اړیکې لري، خو له څه باندې دوو کلونو وروسته یې لا هم د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

څو ورځې وړاندې طا-لبانو د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور زوی مغفورالله شهاب په تاشکند کې د افغانستان د سفیر په توګه وټاکه.

د یوه ټول شموله حکومت جوړول او د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی د طا-لبانو د رژیم په رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې له اساسي شرطونو څخه دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا