اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

د لومړي وزیر سیاسي مرستیال:

که زموږ شرایط پوره شي، موږ به په راتلونکو غونډو کې ګډون وکړو

ډید خبري آژانس: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال اعلان کړی، چې که د ملګرو ملتونو له خوا د دوی شرطونه ومنل شي، په راتلونکو غونډو کې به ګډون وکړي.

د صدراعظم سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون (جمعه کب ۴مه) د دوحې غونډې ته په اشارې سره چې څو ورځې وړاندې یې د ملګرو ملتونو په غونډو کې د ګډون لپاره یو ځل بیا شرطونه وړاندې کړل.

نوموړي په کابل کې د دارالعلوم سراج العلوم د محصلینو د فراغت په مراسمو کې وویل، که د ملګرو ملتونو له خوا د دوی غوښتنې ومنل شي، په راتلونکې غونډه کې به ګډون وکړي.

نوموړي دغه راز د دوحې په ناسته کې د طا-لبانو د ګډون په اړه د ملګرو ملتونو کړنې «غیرعادلانه» وبللې او زیاته یې کړه، که د دغې ډلې غوښتنې ومنل شي، په راتلونکو غونډو کې به ګډون وکړي.

هغه ادعا وکړه چې له نشه يي توکو او فساد سره د مبارزې په ترڅ کې د طا-لبانو تر واک لاندې ثبات د ډاډ وړ دى.

مولوي عبدالکبیر همداراز ټینګار کړی، چې هېڅ هېواد به له افغانستان څخه له خطر سره مخامخ نه شي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د فبرورۍ په ۱۹مه د دوحې د غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې ده ته د طا-لبانو له خوا یو لیک ترلاسه شوی چې د سازمان له اصولو څخه سرغړونه او د منلو وړ نه ده.

نوموړي که څه هم د دې ليک جزئيات په ډاګه نه کړل، خو ويې ويل چې د طا-لبانو نه حاضرېدل د دوحې د غونډې موخو ته زيان نه رسوي.

اړونده مقالې

دکمه بازگشت به بالا