اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

سعودي عربستان به راتلونکې میاشت د اوکراین په اړه د خبرو کوربه وي

دید خبری آژانس: سعودی عربستان په جده کښې د ځینو هیوادونو په ګډون سره د اوکرایین د کړکیچ په هکله د خبرو اترو کوربه توب کوی.

وال سټریټ ژورنال د شنبې په ورځ (د اسد ۷مه) راپور ورکړ چې سعودي عربستان به د اګست په لومړیو کې د اوکراین په اړه د خبرو کوربه وي چې د کییف، لویدیځو هیوادونو او مخ پر ودې هیوادونو لکه هند او برازیل د چارواکو په ګډون سره جوړیږي.

دغې خپرونې په دغو خبرو اترو کې د ګډون کوونکو ډيپلوماټانو له خولې ليکلي، چې ټاکل شوې دغه غونډه د اګست په پنځمه او شپږمه د سعودي عربستان په جده ښار کې د ٣٠ هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو په ګډون جوړه شي.

دغه راپور د سولې په دغو خبرو کې د شاملو دیپلوماتانو له خولې ویلی او لیکلي یې دي چې د اندونیزیا، مصر، مکسیکو، چیلي او زامبیا په ګډون د ۳۰ هېوادونو لوړپوړي چارواکي به د اګست په پنځمه او شپږمه په سعودي عربستان کې په دې غونډه کې ګډون وکړي.

په راپور کې راغلي چې اوکرایني او لویدیځ چارواکي هیله لري چې دا خبرې د اوکراین په ګټه د سولې د شرایطو د نړیوال ملاتړ لامل شي.

کرملین ادعا کوي چې د اوکراین شپږمه برخه یې الحاق کړې ده او وايي چې له اوکراین سره د سولې خبرې یوازې هغه وخت ممکنه ګڼي چې کییف «نوي واقعیتونه» ومني. په حقیقت کې، کرملین د یوې نوې ځمکنۍ ادعا ته اشاره کوي.

له بلې خوا کییف وايي چې له اوکراین څخه د مسکو د ځواکونو له وتلو وروسته به له روسیې سره خبرې اترې ممکن وي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې څومره هېوادونه به په دې خبرو اترو کې برخه واخلي. خو بريتانيا، جنوبي افريقا، پولنډ او اروپايي ټولنه له هغو جناحونه څخه دي چې په دې غونډه کې يې خپل شتون تاييد کړى او تمه ده چې د امريکا د ملي امنيت سلاکار جيک سليوان هم په کې ګډون وکړي.

په همدې حال کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افریقايي هېوادونو له مشرانو سره تر کتنې وروسته ویلي چې له اوکراین سره د سولې خبرو ته به «نه» نه وايي.

خو پوتین د اوکراین د پوځ سختو بریدونو ته په اشارې سره وویل چې په داسې یوه حالت کې اوربند ممکن نه دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا