اسلایدشوبشری حقونهروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

چین: هغه څوک چې د فلسطین په اړه یې سترګې پټې کړي باید د بشري حقونو په اړه لاف ونه وهی

دید خبری آژانس: د چین د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلي دي چې په غزه کې څه پیښیږي د ټول بشریت لپاره یوه غمیزه ده.

د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيالې هوا چون ينګ په دې وروستيو وختو کې په خپله ایکس پاڼه کې د غزې په ناوړه حالاتو نيوکه وکړه او دا يې د ټول بشريت لپاره تراژيدي وبلله.

هغه لیکلي: د ټولو ژوند مساوي او ارزښتناک دی. د فلسطینیانو ژوند هم مهم دی. هغه څوک چې د فلسطین په حالاتو سترګې پټوي د بشري حقونو په اړه د خبرو کولو په حال کې نه دي، پرېږده چې ځانونه د بشري حقونو مدافعین بولي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال زیاته کړه: په هر صورت چې په غزه کښې روان دی د ټول بشریت لپاره یوه غمیزه ده.

په عین حال کې، په غزه کې د اوربند د ټینګولو له هڅو سره سره، د اسراییل رژیم ځواکونه په هغو ملکي وګړو ډزې کوي چې د مرستې ترلاسه کولو لپاره ولاړ دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا