اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

په غزه کې د اوربند دریمه ورځ؛ د بندیانو دریمه ډله تبادله کیږي

دید خبری آژانس: د غزې په تړانګه کښې د اوربند په دریمه ورځ د اسرائیلو رژیم وایی چې د هغو بندیانو نوملړ یې ترلاسه کړی چې احتمالاً نن ازاد شی.

دغه رژيم اعلان وکړ چې د فلسطيني بنديانو د تبادلې په دريم پړاو کښې يې د هغو بنديانو نوملړ ترلاسه کړ چې ټاکل شوې ده نن د يکشنبې په ورځ (د قوس په پنځمه) خوشي شي.

ټاکل شوې د حماس او اسرائیلي رژیم ترمنځ د بندیانو د تبادلې دریم پړاو نن ترسره شي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر دفتر ویلي دي چې د هغو بندیانو نومونه چې په پام کې دي خوشې شي د هغوی کورنیو ته خبر ورکړي.

په همدې حال کې د شنبې په ورځ ناوخته له څو ساعتونو ځنډ وروسته، ۱۳ اسراییلي بندیان او څلور تایلنډي اتباع، چې د اکتوبر له لومړیو راهیسې په غزه کې نیول شوي وو، اسراییل ته ننوتل.

دوی له لومړنیو طبي معایناتو وروسته له خپلو کورنیو سره یوځای شول.

بل لور ته د اسرائیلي رژیم له زندانونو ۳۹ فلسطینیان خوشي شوي، چې شپږ یې ښځې او پاتې نور یې ماشومان دي او یو شمېر یې له کلونو راهیسې په بند کې وو.

د اسرائیلو د رژیم له مخې تراوسه ۱۹۵ بندیان د حماس په ولکه کې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا