اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونه

اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سیستم پرانیستل شو

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سیستم، د اطلاع رسونې په برخه کې اسانتیاوې برابرو ل لپاره رسماً پرانیسته.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سیستم، د اطلاع رسونې په برخه کې اسانتیاوې برابرو ل لپاره رسماً پرانیسته.
د دید خبری آژانس په رپوټ، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس، لطیف محمود، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له دې اقدام څخه هرکلی وکړ او ویې ویل: د دغه سیستم پرانیستنه، د اطلاع رسونې په برخه کې د کمېسیون لخوا څخه اساسی ګام دی.
هغه دې ته په ټینګار سره، چې له ۱۸ کلونو راپدېخوا، د بیان ازادۍ ښه وده کړې زیاته کړه، حکومت هڅه کوي چې د اطلاعاتو د ګردش په برخه کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس، عین الدین بهادري په دې ناسته کې چې د یاد کمېسیون لخوا د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سیستم د پرانیستلو په موخه جوړه شوې وه، وویل: د دې سیستم د رامنځته کېدو موخه، روڼتیا ته لاسرسی او د محرمیت فرهنګ پای ته رسول دي.
هغه ټینګار وکړ، چې د اطلاعاتو خوندیتوب او تلپاتې والی، له ټکنالوژۍ څخه ګټه اخیستنه، د ځواب ویلو د کچې زیاتول او اطلاعاتو ته د لاسرسي د رول په حرکت راستول؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سیستم د رامنځته کېدو له اساسي موخو څخه دي.
بهادري زیاته کړه، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سیستم، په یوه ثانیه کې د څه باندې ۴۰۰ غوښتنو د څېړنې وړتیا لري او د اطلاعاتو غوښتونکي کولای شي چې د انټرنټ لرلو په صورت کې د هېواد په هر ګوټ کې له دې سیستم څخه ګټه پورته کړي او له هرې ادارې څخه د اړتیا وړ اطلاعات تر لاسه کړي.
د افغانستان روڼتیا څار د څېړنو مسوول، عزت الله ادیب، اطلاعاتو ته لاسرسی بشري حق وباله او اطلاعاتو ته د لاسرسي د انلاین سیستم، پرانیستل یې په دې برخه کې د مهم او حیاتي ګام په توګه یاد کړ.
په همدې حال کې هغه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تطبیق په برخه کې له حکومت څخه د زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مرستیال، نعیم نظري په دې ناسته کې وویل: اطلاعات د خلکو ملکیت دی او هغو ته د لاسرسي حق، د مهم بشري حقونو په توګه مطرح دی.
د پژواک خبري آژانس مسوول، دانش کړوخېل هم وویل، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سیستم په رامنځته کېدو سره، اوس هر ژورنالېست د هېواد له هر ګوټ څخه په اسانۍ سره له مسوولینو سره خپله پوښتنه شریکولی او خپل ځواب تر لاسه کولای شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا