اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

افغانستان ته د پاکستاني پلاوي سفر

دید خبري آژانس د خبر له مخې، د پاکستان یو پلاوی د سرحدي کمېټې په غونډه کې د ګډون په موخه افغانستان ته تللی دی.

د پولې دواړو غاړو ته د دوه اړخيزه تجارت او ترانزیټ د عملي کولو لپاره د موثره رابطو او همغږي د ښه کولو لپاره د سرحدي کميټۍ غونډه به دوې اوونۍ روانه وي.

د پاکستان د ترانزیت د ګمرک مشر ارباب قیصر حمید پرون په یوه بیان کې وویل چې د دغه ۱۵ کسیز پلاوي مشري د ترانزیت ګمرکونو د ریاست په غاړه وه.

د ننګرهار ولایت د ګمرک رئیس فضل هادي افغانستان ته د دغه پلاوي د راتګ هرکلی کړی دی.

په دې کتنه کې دواړو لورو د مالونو د تصفيې د ځنډولو په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو د نظريو تبادله وکړه او د ستونزو د هواري لپاره يې بېلابېل وړانديزونه وړاندې کړل.

ویل کېږي چې دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیا په هدف شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا