اسلایدشوافغانستانبشری حقونهروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

په هرات کې ۷۵۰۰ امیندواره میرمنې د زلزلې له امله اغیزمنې شوې دي

دید خبری آژانس: د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق وایی چی په هرات کی د وروستیو زلزلو له امله شاوخوا ۷۵۰۰ امیندواره میرمنی اغیزمنی شوی دی.

دغه صندوق د یکشنبې په ورځ (د میزان ۳۰مه) په یوه راپور کې ویلي چې هرات ته یې اته ګرځنده طبي ټیمونه د امیندوارو ښځو او د زلزلې له نورو زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره استولي دي.

د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق په راپور کې راغلي چې په دې برخه کې د مرستو اړتیا لا هم ډېره ده.

د دغه رپوټ له مخې د هرات په ځينو سيموکې د دغو زلزلو له امله د کورونو ټول ښيښې ماتې شوې او زيات شمېر بې ځايه شويو کسانو په لنډمهاله توګه په خېمو او پرېوتو ودانيو کې پناه وړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندوق استازې جیمي نادال ویلي چې ډېرو ښځو هر څه له لاسه ورکړي دي.

هغه زیاته کړه چې UNFPA هڅه کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې امیندواره میرمنې د زیږون لپاره مناسب روغتیایی خدمتونه ترلاسه کوي.

د شنبې په ورځ د رېکټر په کچه د ۶،۳ درجې یوې زلزلې د هرات ولایت د زنده جان ولسوالۍ او څو نورې ولسوالۍ ولړزولې. په دې دوو اوونيو کې څو نورې زلزلې او وروسته ټکانونه هرات ولړزاوه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا