افغانستانروستي خبرونهسیمه

پاکستان پوځ: افغانستان باید خپل واقعي ستونځو باندې تمرکز وکړي

د وروستیو تاوتریخوالو په هکله د افغان چاروکو څرګندونو په اړه د پاکستان پوځ غبرګون وښود او خبرداری ورکړ چې پاکستان پوځیان چمتو دي چې د هر ډول ګواښونو پر وړاندې له خپلو هېواد څخه دفاع وکړي.

د پاکستان پوځ له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې د دې پر ځای چې د وروستیو پیښو پړه پر پاکستان ور اچوي، افغانستان باید خپل واقعي ستونځو باندې تمرکز وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې کابل ښار د تېرې چهار شنبې د ورځې له خونړي موټر بم برید وروسته د دولت د وسله‎والو مخالفینو د پرله‎ پسې بریدونو شاهد دی.

د دغو بریدونو مسئولیت تر اوسه چا په غاړه ندی اخیستی.

خو د افغانستان د ملي امنیت ادارې اعلان کړی، چې د دغه بنسټ څېړنې ښيي په پلازمینې کابل کې د تېرې ورځې برید د حقاني شبکې لخوا او د پاکستان د استخباراتي اداري په لارښونې شوی.

د ملي امنیت ریاست په وینا، دغ بنسټ کره معلومت په واک کې لري چې د کابل وزیر اکبرخان سیمه کې برید د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای په مستقیمه مرسته او لارښونې د حقاني شبکې لخوا پلان شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا