اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

مجاهد: د ایران په وروستۍ پېښه کی غندنه يې کوو

د دید خبری آژآنس: د طا- لبانو وياند ذبيح الله مجاهد د ایران په یوه مذهبي سیمه کې له برید سره تړاو رد کړی او ياد شوی برید یې غندلی دی. نوموړي ويلي، چې ياد شوی برید افغانستان سره کوم تړاو نه لري.


دغه برید اوړمه ورځ د يوه چاقو په لاس سړي له لوري، ایران په مشهد ښار کې پر درېيو روحانیونو تر سره شو، چې يو تن پکې ووژل شو او دوه نور ټپيان شول.
د افغانستان د ملي روغې جوړې د پخوانۍ شورا رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم دغه پېښه غندلې او ویلي، چې ځينو معلوم الحاله ډلو غوښتل په پېښه کې د افغانستان له پړه ګڼلو سره د افغانستان- ايران اړیکې کړکیچنې کړي.
ځینو ایراني رسنیو د خپلو امنيتي چارواکو په حواله، ويلي چې د پېښې عامل د عبدالطيف مرادي په نوم یو افغان ازبک دی، چې د پاکستان د پولې له لارې ایران ته ننوتی.
ايراني چارواکو خپله په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا