اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالبنړۍ

چین: په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښونه جدي دي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د چین د استازي مرستیال د امنیت شورا له لوري پر طا-لبانو د بندیزونو د څارنې ډلې د ماموریت له غځېدو وروسته ویلي، دغه شورا باید د سیمې له حالاتو سره سم د افغانستان د بندیزونو په رژیم کې لازم اصلاحات راولي.

په ملګرو ملتونو کې د چین د دایمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ دغه غوښتنه د امنیت شورا له خوا د افغانستان د بندیزونو د څارونکې ډلې د ماموریت د غځولو له پرېکړه لیک وروسته کړې ده: افغانستان د سوله ییزې بیارغونې په یوه حساس پړاو کې دی. نړیواله ټولنه باید خپله پاملرنه او ژمنتیا وساتي، له افغان چارواکو سره رغنده اړیکي ټینګې کړي او له دغه هېواد سره د اوسني بشري وضعیت په کابو کولو، د خپل اقتصاد او معیشت د ښه کولو او د پرمختګ د چټکتیا په برخه کې مرسته وکړي.

شوانګ زياته کړه چې په افغانستان کې تروريستي ګواښونه لا هم جدي دي او نړيواله ټولنه بايد په لوړه کچه هوښيار واوسي، پيوستون او همکارۍ ته غاړه کيږدي، دوه ګوني معيارونه پريږدي او له افغانستان سره په اغيزمنه توګه د تروريزم له ټولو ډولونو سره په مبارزه کې مرسته وکړي.

چین اوسنیو حالاتو ته په پام سره په دې باور دی چې امنیت شورا باید د نړیوالو او افغانستان ترمنځ د عملي تعامل د اسانتیا او د افغانانو پر ژوند او د دغه هېواد پر پرمختګ د منفي اغېزو د مخنیوي لپاره پر وخت بندیزونه وضع کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا