اسلایدشوروستي خبرونهسیاست

ملګري ملتونه: شاوخوا شپږ میلیونه افغانان په زوره بې ځایه شوي دي

دید خبري آژانس: ملګري ملتونه وايي، په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان په زوره بې ځایه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی، چې په ۲۰۲۲ کال کې په نړۍ کې د ۱۰۸،۴ میلیونو په زوره بې ځایه شویو کسانو کې ۵،۷ میلیونه افغانان دي.

د ملګرو ملتونو په وینا دغه کسان د جګړې او تاوتریخوالي، د بشري حقونو د سرغړونو او ځورونو له امله په زوره بې ځایه شوي دي.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، په ټوله نړۍ کې د کډوالو شمېر په ۲۰۲۱ کال کې له ۲۷،۱ میلیونو څخه د ۲۰۲۲ کال تر پایه ۳۵،۵ میلیونو ته لوړ شوی چې د کډوالو تر ټولو لوی زیاتوالی ښيي.

د ملګرو ملتونو په وینا، په سلو کې ۵۲ ټول کډوال او نور خلک چې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري د دریو هیوادونو څخه راځي چې په ترتیب سره سوریه، اوکراین او افغانستان دي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ښځو او نجونو پر وړاندې بندیزونه ورځ تر بلې زیاتېږي او وضعیت لاپسې خراب شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا