افغانستانروستي خبرونهسیاست

په ایران کې د افغانستان د رسنیو یو فعال وژل شوی دی

ډید خبري اژانس: د دغه هېواد د رسنیو یو فعال چې د فاریاب په سیمه ییزو راډیوګانو کې یې کار کاوه، په ایران کې له یوې ودانۍ څخه د لوېدو له امله ساه ورکړه.

په ایران کې د افغانستان د رسنیو یو فعال وژل شوی دی

دغه ځوان محمد عارف سرخابي نومېږي او د هېواد له سقوط وروسته ایران ته کډوال شوی و.
د فارياب د خبريالانو د اتحاديې مشر قطب الدين کوهي په خپله فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې دغه رسنيز فعال د طا-لبانو له واکمنۍ وروسته ايران ته کډوال شوى و.
د ښاغلي کوهي په وینا، دغه ځوان چې په ایران کې یې کار کاوه، له یوې ودانۍ څخه تر ښکته کېدو وروسته مړ شوی دی.
ټاکل شوې د سرخابي جسد د یکشنبې په ورځ (د اسد ۹مه) په خپل پلرني ټاټوبي فاریاب کې خاورو ته وسپارل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا