افغانستانروستي خبرونهسیاست

محمد محقق د امریکا سفارت له شارژدفیر سره کتلي

د اجرائیه ریاست دویم مرستیال او په ترکیه کې د نوي درېګوني ائتلاف غړي محمد محقق په افغانستان کې د امريکا سفارت شارژد افېر سره کتلي او د نوي ائتلاف په اړه ورسره غږېدلی دی.

د محقق له دفتر څخه په خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلي چې دغې غونډې  نږدې دوه ساعته دوام کړی او دواړو غاړو د نوي جوړ شوي ائتلاف په اړه ټینګار وکړ چې روانې ستونزې به د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کوي.

د یادونې وړ ده چې نږدې دوه اونې وړاندې د بلخ والي عطا محمد نور، د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم او د اجرائیه رئیس دویم مرستیال محمد محقق په ترکیه کې د «افغانستان د ژغورنې عالي شورا» تر نامه لاندې نوئ ائتلاف وکړ. دوی ویلي وه چې د هېواد اوسنی کړکېچن حالات ورته د منلو وړ نه دی، خو دا په دې مانا نه چې ګوندې دوی د موجود نظام د نسکورلو په هڅه کې دي.

خو زیات شمېر کارپوهان بیا په دې اند دي چې دغه ائتلاف د حکومت پر ضد جوړ شوی او حکومت له پاره يې ستر ګواښ را منځ ته کړی دی. حکومت هڅه کوي چې دغه ائتلاف ړنګ کړي او د همدې موخې له پاره د ملي امنیت مشر ترکيه کې له دوستم سره کتلي وه او ژمنه يې ورسره کړې چې که له یاد ائتلاف څخه ووځي د اېشچي قضیه به پای ته ورسوي او پخواني امتیازات به بېرته ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا