اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

چینايي او قطري چارواکو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

ډید خبري اژانس: د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي قطر ته د سفر په ترڅ کې د سیمې په چارو کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د افغانستان د وضعیت په اړه نظرونه تبادله کړل.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د سیمه ییزو چارو لپاره د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډاکټر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي پرون د افغانستان په چارو کې د چین له ځانګړي استازي یو شیائو ونګ سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو د اړيکو او په افغانستان کې د روانو حالاتو او پرمختګونو په باب خبرې وکړې. ژیائونګ د افغانستان په قضیه کې د قطر د رغنده رول ستاینه وکړه.

هغه په ​​​​ټویټ کې لیکلي: موږ دواړو په افغانستان کې د سولې، ثبات او پایداره بیارغونې په برخه کې د مرستې لپاره د ملګرتیا، همغږۍ او همکارۍ د پیاوړتیا په اړتیا ټینګار وکړ.

باید وویل شي، چې د چین استازي تر دې وړاندې هم له پاکستاني چارواکو سره کتلي او د افغانستان په اړه یې په تفصیل خبرې کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا