اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاروستي خبرونهسیاست

د چابهار بندر په اړه له ایراني چارواکو سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت سلا مشورې

ډید خبري اژانس: د سرپرست حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چابهار ته د دغه وزارت د تخنیکي پلاوي د سفر او له ایراني چارواکو سره د بېلابېلو سوداګریزو مسایلو په اړه د سلا مشورو خبر ورکړ.

د هېواد د صنایعو او سوداګرۍ وزارت نن شنبه (د کب ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نړیوال ترانزیت د رئیس محمدالله بختیار په مشرۍ د حکومت د تخنیکی کمېټې پلاوی چابهار ته وړیا سفر وکړ. د ولسمشر له سلاکار حجت الله عبدالمالکي او د سیمه ییزو ارګانونو د عالي شورا له منشي سره د ایران د سوداګریزو، صنعتي او ځانګړې اقتصادي ازاد سیمه کې وکتل.

په دې کتنه کې د دواړو لورو تخنیکي پلاوي له چابهار څخه د ټرانزیټي سلسلې د تطبیق او بشپړېدو، په ازاده حوزه کې د افغانستان د نمایندګۍ پر رامنځته کېدو او په دې برخه کې د اسانتیاوو، په چابهار کې د اړتیا وړ ځمکې د ټاکلو، قیمت او مودې په اړه بحث او خبرې وکړې. دوی له دې لارې د مالونو د ترانزیت لومړیتوب، په چابهار کې افغان سوداګرو او پانګوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ایران د ولسمشر سلاکار حجت الله عبدالمالکي له دې پروژې خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی او د سرپرست حکومت بورډ ته یې ډاډ ورکړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا