اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

کرزي اسراییلو ته د ایران ځواب یو مشروع دفاعي حق وباله

ډید خبري اژانس: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ایران لخوا د اسرائیلي رژیم د برید په غبرګون کې وايي چې د ایران ځواب د ځان د دفاع مشروع حق دی.

کرزي د یکشنبې په ورځ (د حمل ۲۶مه) وویل چې ایران د افغانستان یو ورور او ګاونډی هېواد دی چې په سختو شېبو کې یې ز مونژ خلکو سره وو، او افغانان هم د ایران له خلکو سره د خواخوږۍ او پیوستون احساس کوي.

د کرزي په وینا، په سیمه کې سوله د اسرائیلي رژیم د هغو اقداماتو له امله چې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې دي، له ګواښ سره مخ ده او په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو برید یوه له نویو قضیو څخه وه، چې د ایران د اسلامي جمهوریت له غبرګون سره مخ شوه چی د خپل ځان د دفاع یو مشروع حق دی.

باید وویل شي، چې څو ورځې وړاندې په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلي رژیم د برید په غبرګون کې ایران د دغه رژیم پر خاوره لسګونه توغندي او ډرون بریدونه وکړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا