اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د «امید سبز ښارګوټي» کې د غصب شویو ځمکو دوسیه اختصاصي محکمې ته سپارل کېږي

دید خبری آژانس: د عدلیی وزارت وایی چی د امید سبز ښارګوټي د غصب شویو ځمکو دوسیه اختصاصي محکمې ته سپارل کېږي

د عدلیی وزارت نن چهارشنبه(د حمل ۱۵) د یو خبرپانه په خپرولو سره ویلی دی چی دغه تصمیم د غصب شویو ځمکو کمېسیون نیولی دی.

به خبرپانه که راغلی دی: د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو کمېسیون د یوې ناستې په ترڅ کې پریکړه وکړه چې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د امید سبز په ښارګوټي کې د غصب شویو امارتي ځمکو موضوع د امارتي غصب شویو ځمکو قضایاو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته وسپارل شي.

خبرپانه زیاته کری دی چی «د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ناسته د روژې د میاشتې په ۲۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د عدلیې وزارت سرپرست او د یاد کمېسیون رئیس شیخ الحدیث مولوي عبدالحکیم شرعي په مشرۍ» جوره شوه.

د دغه خبرپانه په حواله «په دې ناسته کې د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د امید سبز ښارګوټي د ۱۵۹۵ جریبه ځمکې موضوع او یو لړ نور موضوعات بحث او بررسۍ لاندې ونیول شوو».

د خبرپانه پر اساس«د کمېسیون او د کابل تخنیکي هیئت د بررسيو له مخې، د امید سبز ښار ګوټي یو اندازه ځمکې په امارتي قطعاتو کې شاملې دي او یو شمېر سندونه هم کمېسیون ته وړاندې شوي دي. په دې اساس کمېسیون پرېکړه وکړه چې موضوع د شرعي او قانوني پرېکړې په موخه د امارتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې ته وسپارل شي».

د ویلو وړ دی چی د امید سبز ښار ګوټي چی له عامه خلک له خوا د حاج نبی شهرک هم نومیژی، د ریاست جمهوری پخوانی معاون محمد کریم خلیلی د ورور حاجی محمد نبی له خوا احداث شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا