اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیمه

ملي دفاع وزارت:

د ترهګرو اصلي مرکزونه په پاکستان کې دي

ملي دفاع وزارت وایی : د ترهګرو اصلي مرکزونه د پاکستان په سترو ښارونو کې دي او که  پاکستان واقعا له دې ډلو سره مبارزه کول غواړي؛ نو دا مراکز دې له منځه یوسي.

د دید خبرګزارۍ د ګزارش له مخې، پاکستان د خیبر۴ په نامه عملیات په پښتون مېشتو قبایلي سیمو کې د داعش پر خلاف پیل کړي دي.

ډګر جنرال آصف  غفور د پاکستان د پوځ ویاند ویلي دي: دا  عملیات د راجکال له لارې خیبر پښتونخواه ته د داعش د نفوذ د مخنیوي لپاره اړین ول .

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي: افغان ځواکونو هم د ډیورند کرښې په امتداد د داعش پر خلاف عملیات کړي او د پاکستان عملیاتو ته اړتیا نشته دی.

د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري، آزادۍ راډیو ته په پاکستان کې د داعش د مشرانو لکه حافظ سعید، عبدالحسیب او ابوسعید مړینو ته په اشاره ویلي، چې که پاکستان صادق وي؛ نو د ترهګرو مراکز دې په سترو ښارونو کې له منځه یوسي.

هغه ویلي: د کرښې دواړو خواوو ته د عملیاتو اړتیا نشته ، په پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه ټولو ته معلوم دي. د کویټې شورا، د پېښور شورا او د میران شاه شورا د طالبان مرکزونه دي.

دوه اونۍ مخکې پاکستان او افغانستان له امریکایي سناتورانو سره په لیدنه کې هوکړه وکړه، چې د ترهګرو پر خلاف به ګډ عملیات کوو.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا