افغانستانروستي خبرونه

د کندهار له زندان څخه بندیان خوشې شول

چنار راډیو: د کندهار له زندان څخه د یوې مېرمنې په ګډون ۳۵ بندیان خوشې شول او د څلورو مېرمنو په ګډون د ۷۱ نورو بندیانو د بند موده کمه شوه.
دغه چاره د ولسمشر د ۶۴ ګڼه فرمان په بنسټ تر سره شوه چې د روان ۱۳۹۶ لمریز کال د غويي میاشتې د ۸مې په مناسبت یې ورکړی و.
په دې مراسمو کې د کندهار ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري، د کندهار د استیناف څارنوالۍ رییس عبدالرحمن کوشان او نورو چارواکو ګډون کړی وو.
کوشان وویل، د ولسمشر د حکم له مخې د کندهار له زندان څخه ۳۵ بندیان چې یوه مېرمن په کې شامله ده خوشې شول او ۷۱ نور بندیان چې څلور مېرمنې په کې شاملې دي د بند موده یې کمه شوه.
هغه زیاته کړه، دغه بندیان په بېلابېلو جرمونو تورن وو چې د محکمې له خوا ورته د هغوی د جرمونو په تناسب سزا ټاکلې وه.
د ده په خبره، دغو بندیانو د بند یوه موده تېره کړې وه چې ځینې یې خوشې شول او د ځینو د بند موده کمه شوه.
خو هغه له بندیانو وغوښتل چې دلته له ورکړای شوې سزا یې باید پند اخیستی وي او بیا قانون مات نه کړي او د خلکو پر حقونو تېری و نه کړي.
د استیناف څارنوالۍ رییس د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ډېری بندیان شکایت کوي چې د دوسیو څېړنه یې ځنډېږي وویل، شاید مخکې دا ستونزې وې، خو اوس تر ډېره بریده حل شوې او ټول بهیر د اړوندو ادارو له خوا څارل کېږي.
د کندهار ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغا لالي له خوشې شوو او زندانیانو وغوښتل چې بیاځلې د جرم مرتکب نه شي.
نوموړي دا هم وویل چې د کندهار زندان اوسنۍ ودانۍ د ډېرو زندانیانو د ځایولو وړتیا نه لري او مرکزي اداره باید نوې ودانۍ جوړه کړي.
ده دغه راز ټینګار وکړ چې ولایتي اداره هیچا ته د بندیانو د دوسیو په څېړلو کې د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.
دستګیري د زندان له مسوولینو سره ژمنه وکړه چې ستونزې به یې د حل په موخه تر اړوندو چارواکو رسوي.
خوشې شوو بندیانو له ولسمشره مننه کوله چې د ځانګړې پېرزوینې له مخې یې د بند موده کمه شوه او ازاد شول.
د عبدالصمد په نوم یوه بندي وویل، شاوخوا یو کال یې دغلته بند تېر کړی، له خوشې کېدو وروسته هڅه کوي په ټولنه کې د یوه ښه انسان په توګه ژوند وکړي او کله هم جرم و نه کړي.
د کندهار په زندان کې ۱۹۱۵ تنه بندیان دي چې ۲۷ تنې یې ښځې دي، په داسې حال کې چې دغه زندان د شاوخوا ٩٠٠ کسانو لپاره جوړ شوى دی.
د کندهار زندان د کندهار ښار لوېديځ پلو د سرپوزې په سيمه کې د کندهار- هرات پر لويه لاره په ١٣٥٥ لمريز کال کې د سرادر محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال د لږ شمېر نفوس لپاره جوړ شوى و.
چارواکي وايي، مرکز ته يې په دې اړه وړانديز لېږلى چې د زندانيانو لپاره دې نوې ودانۍ ورغول شي او د ځاى د تنګوالي ستونزه دې حل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا