افغانستانروستي خبرونهسیاست

 نبیل او سپنتا په ګډه ګوند جوړ کړ

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل او د پخواني ولسمشر امنیتي سلاکار ‌‌‌‌‌‌ډاکتر رنګین دادفر سپنتا د “محور” تر نامه لاندې نوی سياسي ګوند جوړ کړ.
نبیل د یاد ګوند د اعلان مراسمو ته په وینا کې وویل، چې د ګوند مشرتابه شورا غړي یې ۷۴ دي او دجوړولو موخه یې له لساني، قومي او نژادي تبعیض سره مبارزه ده.
نوموړي همداراز روښانه کړه چې دوی نه له حکومت سره د واک شریکولو هڅه کوي او نه د اوسني نظام د رانسکورولو هڅه کوي. خو په ملي يووالي حکومت یې غږ وکړ چې په هېواد کې بې باورۍ او اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي.
د یادونې وړ ده چې نږدې دوه اونې وړاندې د بلخ والي عطا محمد نور، د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم او د اجرائیه رئیس دویم مرستیال محمد محقق په ترکیه کې د «افغانستان د ژغورنې عالي شورا» تر نامه لاندې نوئ ائتلاف وکړ. دوی ویلي وه چې د هېواد اوسنی کړکېچن حالات ورته د منلو وړ نه دی، خو دا په دې مانا نه چې ګوندې دوی د موجود نظام د نسکورلو په هڅه کې دي.
خو زیات شمېر کارپوهان بیا په دې اند دي چې دغه ائتلاف د حکومت پر ضد جوړ شوی او حکومت له پاره يې ستر ګواښ را منځ ته کړی دی. حکومت هڅه کوي چې دغه ائتلاف ړنګ کړي او د همدې موخې له پاره د ملي امنیت مشر ترکيه کې له دوستم سره کتلي وه او ژمنه يې ورسره کړې چې که له یاد ائتلاف څخه ووځي د اېشچي قضیه به پای ته ورسوي او پخواني امتیازات به بېرته ورکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا