اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

په مسکو کې د خونړي برید په غبرګون کې سرپرستو واکمنانو د داعش پر وړاندې د همغږي دریځ غوښتنه وکړه

دید خبری آژانس: د سرپرست خارجه وزارت ویندوی دروسیې په کروکس ښار کښې د کنسرت په تالار کښې دغه مرګونی برید غندلی دی او له داعش سره د مبارزې په لاره کښې یې د هماهنګۍ غوښتنه کړې ده .

دغه وزارت د شنبې په ورځ (۴حمل) په یوه بیان کې ویلي چې دا برید «له بشري معیارونو ښکاره سرغړونه» ده.

داعش ډلې د روسیې په کروکس ښار کې د تېرې شپې د برید پړه پر غاړه اخیستې، چې له امله یې لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر ټپیان دي.

په همدې حال کې د بهرنیو چارو سرپرست وزارت د داعش ډلې د ټولې سیمې لپاره ګواښ بللی او له هېوادونو یې غوښتي چې د دا ډول پېښو پر وړاندې یو همغږي، واضح او پرېکنده دریځ غوره کړي.

طا-لبانو په داسې حال کې مسکو ته نږدې وروستی برید غندلی دی چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د روسیې د امنیت شورا منشي په بشکیک کې د افغانستان په شپږمه امنیتي غونډه کې طا-لبان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو په پټنځایونو تورن کړل.

نیکولای پاتروشیف ټینګار کړی چې د طا-لبانو تر کنټرول لاندې په افغانستان کې له ۲۳۰۰۰ وسله والو سره ۲۰ ترهګریز سازمانونه شتون لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا