افغانستانروستي خبرونهسیاست

نيويارک ټايمز:

 د دوستم الوتکې نه پريښودل به د افغانستان روان بحران لا ژور کړي

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې بلخ ولایت ته د جنرال دوستم د تګ او د هغې الوتکې د ګرځولو مسئله څېړلې ده چې د ولسمشر لومړی مرستیال یې مزارشریف ته رساوه.

ورځپاڼه لیکي، جنرال دوستم وروسته تر دې چې ۲۲ میاشتې په ترکیه کې په تبعید کې تېرې کړې، یو سیاسي ائتلاف جوړ کړ او د دوشنبې په ورځ بلخ ته روان و، تر څو د هغه ولسمشر لپاره چې له ده سره یې اړیکې خرابې شوي، د سر درد پیدا کړي.
د جنرال دوستم په سلګونو ملاتړي د شپې تر ناوخته د مزارشریف په هوایي ډګر کې انتظار وو، خو نیویارک ټایمز د افغان او غربي چارواکو په وینا خبر ورکوي چې مرکزي حکومت د دې الوتکې د کېناستو مخه ونیوله.
ورځپاڼه وړاندې لیکي، ښایي دغه پېښه د افغانستان سیاسي بحران چې له مخکې موجود دی، پسې ژور کړي او د هغه جنګسالار حوصله وازمویي چې په تېره زمانه کې د شخړو سابقه لري او د ولسمشر غني د حکومت د مقابلې خبرداری یې هم ورکړی دی.
د ورځپاڼې په باور دوستم په انتخاباتو کې د ولسمشر په بریالیتوب کې ونډه لرله او اوس ادعا کوي چې منزوي شوی دی.
د بلخ ولایت د ولایتي شورا یوه غړي عبدالخالق ویلي دي چې له پنځه سوو تر زرو تنو په هوایي ډګر کې د دوستم هرکلي ته انتظار کاوه، خو د افغانستان مرکزي حکومت د هر راز قانون پر خلاف د هغه الوتکې ته اجازه ورنه کړه چې کېني.
نیویارک ټایمز لیکي چې د دوستم یوه جګپوړي چارواکي او د بلخ والي عطا محمد نور ته یوه نېږدې کس هم د الوتکې د بېرته ستنولو پېښه تایید کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا