اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د جمهوررئیس غني او د هند لومړي وزیر ټیلفوني خبرې

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي نن له غرمې مخکې د ټیلفوني تماس له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني سره ټیلفوني خبرې وکړې. په دغه ټیلفوني مکالمه کې دواړو لوریو یو بل ته د نوروز مبارکي وویله او د نوروز جشن یې د دواړو هیوادونو ګډ فرهنګي او کلتوري میراث وګاڼه.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي نن له غرمې مخکې د ټیلفوني تماس له لارې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني سره ټیلفوني خبرې وکړې. په دغه ټیلفوني مکالمه کې دواړو لوریو یو بل ته د نوروز مبارکي وویله او د نوروز جشن یې د دواړو هیوادونو ګډ فرهنګي او کلتوري میراث وګاڼه.
د دید خبری آژانس په رپوت، په دغه ټیلفوني تماس کې جمهوررئیس غني د افغانستان او هند ترمنځ ښو اقتصادي او سیاسي اړیکو ته په اشارې وویل، دا د دواړو هیوادونو او ملتونو په ګټو استوارې دي.
د هند لومړي وزیر جمهور رئیس غني ته یو ځل بیا د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس په توګه د بیا انتخابېدو مبارکۍ پرمهال وویل د افغانانو له لوري په ولسواکه توګه د زعیم ټاکل پر ولسواکۍ د دوی باور او ژمنتیا ښیي او هند د افغانستان د ولسواکۍ هراړخیز ملاتړ کوي.
جمهوررئیس غني وویل، د هند ملاتړ موږ ته مهم دی او قدرداني یې کوو. همدارنګه یې لومړي وزیر نریندرا مودي ته د سارک غړو هیوادونو د مشرتابه ترمنځ د ویډیو کنفرانس د نوښت مبارکي وویله. هغه زیاته کړه، موږ غواړو د سارک سازمان غړو او د سیمې هیوادونو سره په ګډه د کرونا ویروس د مخنیوي پر ضد مبارزه وکړو.
ښاغلي مودي له جمهوررئیس غني څخه د سارک غړو هیوادونو وجهي صندوق سره د بسپنې د اعلان مننه وکړه او وې ویل، دا ښیي چې تاسو د سارک سازمان له لارې همکاریو ته ارزښت ورکوئ او دا د سیمې د هوساینې او سوکالۍ لپاره ستاسو یو مهم ګام دی.
جمهوررئیس غني د هند لومړي وزیر څخه په مننې وویل، ټرانزیتي او اقتصادي همکارۍ باید جاري وساتو او هیله ده چې د افغانستان لپاره د اوړو او وریځو د خریدارۍ برخه کې اسانتیاوې لا زیاتې شي او د احتیاطي تدابیرو له لارې باید د کرونا سره جدي مبارزه وکړو.
د هند لومړي وزیر جمهوررئیس ته وویل، د ویډیو کنفرانس له لارې به زموږ تماسونه ادامه ولري، ستاسو د تقاضا هرکلی کوو او په دې برخه کې به افغانستان ته زیاتې زمینې او اسانتیاوې برابرې کړو.
د هېواد جمهور رئیس د مننې په ویلو سره وویل، فرصتونه او خطرونه باید د اعظمي استفادې او مدیریت په موخه ښه درک کړو او همدارنګه به د مهمو مسایلو او همکاریو په موخه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار د هند د ملي امنیت سلاکار سره په تماس کې وي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا