اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونه

په خوست کې پر ۶ کسانو د شرعی حد جاری شو

ډید خبري اژانس: په خوست ولایت کې د درغلیو په تور د شپږو کسانو د وهلو شرعی حد جاری شو.

سترې محکمې په خپله خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه کسان د خوست د ابتدایه محکمې د عامه امنیت د محکمې له خوا په د شلاق ۳۹ ضربی وهلو  محکوم شول.

د خبرنامه له مخې د خوست د ښاري محکمې او سترې محکمې تر تصویب وروسته دغه پرېکړه پرون (یکشنبه د حمل ۱۲مه) په عام محضر کې د تورنو کسانو په اړه عملي کړه.

سترې محکمې د تورنو کسانو پر ضد د تورونو په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

خو د بشري حقونو سازمانونه په عام محضر کې خلکو ته سزا ورکول د دوی انساني کرامت ته سپکاوی ګڼي او د بندېدو غوښتنه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا