اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

که مو حکومت غوښتنې و نه مني نورې پرېکړې هم کولی شو

د اجراييه رياست دويم مرستيال وايي چې د افغانستان ژغورنې ايتلاف ددې لپاره رامنځته شوې چې په حکومت کې خلکو ته هم ونډه ورکړل شي. دغه څرګندونې د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق پرون په کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وکړې.

د محقق په وينا دغه ايتلاف شپږ غوښتنې لري چې د حکومت له لوري بايد کره پاملرنه ورته وشي. نوموړي په ورته وخت کې له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، چې د ولس حق غواړي او د ټولو چارواکو واکونه باید ور وګرځول شي.

هغه په ترکیه کې له دوستم  سره لیدل یو تصادف بولي، خو خبریال پوښتنه کوي، چې د عطا محمد او دوستم له اوږدې دښمنۍ وروسته ددوی دواړو ایتلاف تصادف دی، هغه یې په ځواب کې پټه خوله شي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې په خبرپاڼه کې خو د ولس حق نه دی غوښتل شوی، یوازې ستاسې درېواړو چارواکو غوښتل شوی وايي، چې زموږ حق د ولس حق دی او موږ د خلکو لپاره غوښتنې لرو. دغه راز محقق وويل چې د واک انحصار کول افغانستان د سقوط لوري ته بيايي دغه انحصار طلبي بايد پاى ومومي. د غونډې په پاى کې محقق وويل که چيرې د دوى يادې غوښتنې ونه منل شي نو دى به انتظار وکړي ترڅو د افغانستان ژغورنې ايتلاف د عالي شورا نور غړي له ترکيې څخه راستانه شي نو بيا په ګډه سره بله پريکړه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا