اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیاتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاست

ملا برادر: جګړو د هېواد زیربنا ډېره زیانمنه کړې ده

دید خبری آژانس: د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال د کابل په هوايي ډګر کې د يو شمېر پروژو د پرانېستې په مراسمو کې وويل چې جګړو او شخړو بنسټيز بنسټونه زيانمن کړي، چې بايد ورغول شي.

دغه څرګندونې پرون د رئیس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت سرپرست ملا حميدالله اخندزاده، د کابل نړيوال هوايي ډګر د مسوولينو په شتون، خصوصي سکتور او یو شمېر سوداګر او پانګوال کې د يو شمېر پروژو د کار د پيل په مراسمو کې وکړې.

د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر په یوه بیان کې د ملا برادر په حواله ویلي چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د جګړو او شخړو له امله د هېواد زیربناوې او نور سکتورونه ډېر زیانمن شوي او اقتصاد یې هم له زیان سره مخ شوی دی.

هغه زیاته کړه، ط-البانو د نورو سکتورونو تر څنګ له «فتح» وروسته د زیربناوو بیارغونې ته هم ځانګړې پاملرنه کړې او په بېلابېلو برخو کې یې فعالیتونه او هڅې د دې خبرې ښکاره بېلګه ده.

نوموړي دغه راز په هېواد کې دننه او بهر له سوداګرو او پانګوالو وغوښتل چې د هېواد په بيارغونه کې ونډه واخلي.

په دې مراسمو کې د دغه وزارت اقتصادي مرستیال هم وویل، چې امنیت د یوه هېواد د پرمختګ لپاره تر ټولو مهم شرط دی او دا مهال په افغانستان کې ملي امنیت تامین شوی او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه برابر شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د کابل په هوايي ډګر کې د خصوصي سکتور له خوا د میلیونونو افغانیو په ارزښت یو شمېر منځنۍ او وړې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا