اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

مير ضيايف: افغانستان د نړۍ له خوا هېرېږي

دید خبری اژانس: د ازبکستان جمهور رييس وايي په نورو هيوادونو کې دجګړې په زياتيدو سره به دافغانستان ستونزې دنړيوالې ټولنې له سترګو پټې شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وايي، د نړۍ په نورو برخو کې د جګړو له زیاتېدو سره د افغانستان ستونزې نورې هم د نړیوالې ټولنې له سترګو لرې کېږي.

نوموړي د قزاقستان په پلازمېنه آستانه کې د ترکيې د هېوادونو د سازمان د مشرانو په غونډه کې د افغانانو د ستونزو د هواري لپاره د يوه ميکانيزم پر جوړولو ټينګار وکړ.

ترکیه، اذربایجان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان اصلي غړي دي او هنګري او ترکمنستان د ترکیې د دولتونو د سازمان څارونکي غړي دي.

د ازبکستان د ولسمشر په وېبپاڼه کې همدا راز راغلي چې میرضیایف په دې کتنه کې وویل: د افغانستان په څو توکمیزو خاوره کې چې تاریخ یې له زرګونو کلونو مخکې له ترکانو سره نه بېلېدونکې تړاو لري، د سولې او امنیت ټینګښت دی. زموږ په سیمه کې د ثبات او ستراتیژیک امنیت د تامین لپاره اساسي شرط دی.

هغه زیاته کړه: «موږ غواړو چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د کمزوري کېدو د مخنیوي او په دغه هېواد کې د سختو ټولنیزو ستونزو د حل په هدف یو ځانګړی میکانیزم رامنځته کړو».

د ازبکستان جمهور رئیس وویل: موږ یو سوله ییز او باثباته افغانستان ته اړتیا لرو چې له خپلو ټولو ګاونډیانو سره په سیمه ییزو فعالیتونو او اقتصادي همکاریو کې فعاله ونډه واخلي.

ازبکستان د نورو هېوادونو په څېر طا-لبان په رسمیت نه پېژني. خو هغه له طا-لبانو سره خپلې اړيکې ټينګې کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا