افغانستانروستي خبرونهسیاست

د تاشکند غونډه؛ متقي د امریکا له خوا د بندیزونو د لرې کولو غوښتنه وکړه

دید خبری آژانس: د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر د تاشکند په غونډه کښې په افغانستان کښې د بهرنۍ پانګونې او په دغه هیواد کښې د اقتصادی فعالیتونو سستیدو باندې د امریکې د بندیزونو منفی اغیزو ته په اشارې سره له واشنګټن څخه وغوښتل چې له کوم شرط پرته د افغانستان مالی سرچینې ازاد او بندیزونه لرې کړي.


د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقی نن سه شنبه (د زمری ۴) د «افغانستان: امنیت او اقتصادي پراختیا» په نړیواله غونډه کې ټینګار وکړ چې افغانستان او ازبکستان له تاریخي اړخه دوستانه او نږدې اړیکې لري.
دغه لوړپوړي طا-لب چارواکي د امریکا د بندیزونو په اړه وویل: امریکا د هغو فعالیتونو مخه نیولې چې یوازې عامو خلکو ته زیان رسوي.
هغه وويل: د محدوديتونو او امکاناتو له مخې موږ وکولای شو چې د پوهنې، سوداګرۍ او روغتيا په برخو کې خلکو ته خدمات وړاندې کړو او دا مهال په افغانستان کې پوهنتونونه او زرګونه ښوونځي پرانيستي دي او لس ميليونه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر په دوام وویل: د پوهنې، روغتیا او ځینو نورو څانګو کې ښځینه کارکونکي د نارینه کارکوونکو تر څنګ کار کوي او په هغو څانګو کې چې د ښځو د کار لپاره مناسب نه وي، د ښځو معاشونه ورکړل شوي دي.
باید وویل شي، چې د تاشکند غونډه نن له یوې ورځې ځنډ سره پیل شوې او ټاکل شوې سبا هم دوام وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا