اسلایدشوافغانستانروستي خبرونه

ماهر جعل کوونکي ونیول شول

کابل، افغانستان: درې تنه ماهر جعل کوونکي چې د لوړو پوړو دولتي چارواکو لاسلیکونه یې جعل کول، د پولیسو لخوا ونیول شول.

کابل، افغانستان: درې تنه ماهر جعل کوونکي چې د لوړو پوړو دولتي چارواکو لاسلیکونه یې جعل کول، د پولیسو لخوا ونیول شول.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست، نصرت رحیمي، چې نن یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دغه وزارت د لاسته راوړنو په اړه یوه کنفرانس ته وینا کوله، د عبدالخلیل مشهور په جنرال خاموش، عالم او هدایت الله په نومونو د جعل کوونکو یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه کسان د پنځمې او اوومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیول شوي دي.
رحیمي همدارنګه د کابل ښار د یوولسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د غلو د یوه تن سرګروپ د نیولو خبر ورکړ او ویې ویل چې نیول شوی کس فرهاد نومېږي او په بقه سره شهرت لري.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه کس په کابل ښار کې د غلو یوه وړه ډله رهبري کوله، چې ښځو دستکولونه او د خلکو ټیلیفونونه به یې غلا کول.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند دفتر سرپرست په ورته وخت کې د تېرو شلو ورځو په اوږدو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو د لاسته راوړنو یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې په یادو عملیاتو کې د دښمن ۵۳۵ تنه وژل شوي، ۱۶۳ تنه ټپیان او ۱۱۷ تنه نور ژوندي نیول شوي.
په دې علمیاتو کې ۸۶۰۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي او ۵۴۰ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي دي. همدارنګه د دښمن ۲۱۴ میله وسلې او ۱۵ عرادې موټرونه هم د امنیتي ځواکونو لاسته لوېدلي دي.
رحیمي همدارنګه وویل، د تېرو شلو ورځو په ترڅ کې له نشه یي توکو سره د مبارزې ځواکونو په عملیاتو کې ۴۷۰ تنه نیول شوي او له هغوی څخه ۱۴۸ میله وسلې تر لاسه شوې دي
رحیمي وویل چې د کورنیو چارو وزارت، هیوادوالوته ډاډ ورکوي چې وسله وال کسان په تیره غیر مسئول وسله وال کسان، غله، وژونکي، اختطاف کوونکی او غاصبین هیڅ چیری خوندي نه دي او د امنیتي ځواکونو له لوري نیول کیږي.
د کابل ښار د خوندي ساتلولپاره هم دغه وزارت هر اړخیزاو جدي پلانونه او تدابیر تر لاس لاندي لري چې په پلي کېدو سره به یې د ښار په وضعیت کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا