اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

د دریو ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل شول

دید خبری آژانس: د طا-لبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د یو شمیر ولایتونو په سطحه او د قول اردو د قومندانۍ د بدلون اعلان وکړ.

د طا-لبانو ویاند د یکشنبې په ورځ (د سرطان ۴مه) په یوه ټوېټ کې لیکلي چې محمد ایوب خالد د بدخشان د والي په توګه، قدرت الله ابو حمزه د کونړ د والي په توګه او مولوی حزب الله د زابل د والي په توګه ټاکل شوی دی.

مجاهد وايي، ښاغلی خالد د کونړ والي، قدرت الله ابو حمزه د زابل والي او د مولوی حزب الله د ۲۱۷ عمري قول اردو قومندان وو.

د طا-لبانو مشر هبت الله اخندزاده هم د بدخشان د ښاري محکمې پخوانی قاضي مولوي عبدالجمیل د دغه ولایت د مرستیال او د بدخشان پخوانی والي امان الدین منصور د ۲۱۷ عمري قول اردو د قومندان په توګه ټاکلی دی. او محمد اغا ابراهیم د دې قول اردو د مرستیال په توګه.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا درې اونۍ وړاندې د بدخشان ولایت مرستیال او پخوانی والي نثار احمد احمدي په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو، چې پړه یې داعش ډلې منلې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا