اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستمنطقیمهم مطالبنړۍ

په دمشق کې د ایران پر کنسولګرۍ برید د کابل له خوا وغندل شو

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دمشق کې د ایران پر کنسولګرۍ د هوايي برید د غندلو ترڅنګ ویلي، دا ډول بریدونه له ډیپلوماټیکو اصولو ښکاره سرغړونه او په سیمه کې د ناامنۍ د خورولو هڅه ده.

د بهرنیو چارو سرپرست وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سه شنبې په ورځ (۱۴ حمل) په خپل ټویټر لیکلي چې دغه ډله د نړۍ او سیمې له نفوذ لرونکو هېوادونو غواړي چې په غزه او له غزې تراډې د اسرائیلو د «جنایتونو» مخه ونیسي.

بلخي ليکلي: «له يوې خوا د دغه رژيم د جنايتونو دوام د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره جدي ګواښ ګرځېدلی او له بلې خوا يې د نړيوالو قوانينو د اغېزمنتوب په اړه جدي پوښتنې رامنځته کړې دي».

ایران وايي، تېر ماښام د اسراییلو رژیم د سوریې په دمشق کې د دوی کنسولګرۍ په نښه کړې ده.

ایران په خپله کنسولګرۍ باندې برید د نړیوالو مقرراتو په ځانګړې توګه د ۱۹۶۱ کال د ویانا د ډیپلوماټیکو اړیکو له کنوانسیون څخه ښکاره سرغړونه وبلله او له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې دا په سختو ټکو وغندي.

ایرنا خبری اژانس وایی په سوریې کښې د ایران په کنسولګرۍ د اسرائیلو له حملې وروسته په ملګروملتونو کښې د ایران سفیر او مرستیال امنیت شورا ته په یوه لیک کښې له دغې شورا وغوښتل چې دغه جنایت په کلکه وغندی د اسرائيلي رژيم لخوا د نړيوال قانون له نورمونو او اصولو څخه د ښکاره سرغړونو سره د مقابلې لپاره بيړنۍ غونډه جوړه کړه.

په ورته وخت کې روسي رسنیو خبر ورکړی، چې د روسیې په غوښتنه د امنیت شورا په دمشق کې د ایران پر کنسولګرۍ د برید په اړه بېړنۍ غونډه کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا