اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

په صربستان کې څلور افغان کډوال نیول شوي

دید خبری آژانس د خبر له مخې: د صربستان پولیسو د هنګری پولې ته څیرمه څلور افغانان نیولی دی.

د هنګري پولې ته څېرمه پر مهاجرو له ډزو وروسته چې په پایله کې یې ۳ تنه ووژل شول او ۱ تن ټپي شو، د صربستان پولیسو د ۴ افغانانو په ګډون ۶ تنه ونیول.

په نیول شویو کسانو کې څلور افغان او دوه ترکي اتباع شامل دي.

د پولیسو په وینا، د افغانستان او ترکیې دغه اتباع د ناقانونه وسلو او چاودېدونکو توکو د لېږد په شک نیول شوي دي.

خو دا لا څرګنده نه ده چې آیا دغه کسان به د صربستان او هنګري تر منځ پولې ته څېرمه د مرمۍ د ویشتلو په تور محاکمه شي او که نه.

د جمعې په سهار د صربستان په خودمختاره ولایت ووجوودینا کې د هرګوس کلي ته څېرمه په یوه ورک شوي ګودام کې د مهاجرینو د ډلو تر منځ یوه مشکوکه شخړه رامنځ ته شوه.

له دغې نښتې وروسته پوليسو سيمه کلابنده کړه او دوه ميله کلاشينکوفونه او يوه اندازه مهمات يې ترلاسه کړل.

د صربستان پولیسو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په دې سیمه کې یې د عملیاتو په ترڅ کې ۷۹ تنه مهاجر موندلي او هغوی یې د «استقامت» مرکزونو ته انتقال کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د جمهوري رياست له ړنګېدو وروسته، بېکارۍ او لګول شويو بنديزونو د افغانستان خلک د خپل هېواد پرېښودو ته اړ کړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا