اسلایدشوروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

د سعودي عربستان او اسراییلو ترمنځ د اړیکو د عادي کولو لپاره خبرې وځنډول شوې

ډید خبري اژانس: په تېره اوونۍ کې د فلسطیني مقاومت او اسرائیلي رژیم تر منځ له جګړې وروسته له ریاض څخه داسې خبرونه ترلاسه شوي چې سعودي عربستان له اسرائیلو سره د خپلو اړیکو د عادي کولو په اړه خبرې اترې ځنډولي دي.

د سعودي عربستان حکومت ته یوې نږدې سرچینې د شنبې په ورځ ای اېف پي ته وویل، ریاض پرېکړه کړې چې د اسرائیلو د رژیم او د فلسطیني مقاومت تر منځ د جګړې په ترڅ کې له اسرائیلو سره د اړیکو د ممکنه عادي کېدو په اړه ټولې خبرې ودروي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن منځني ختیځ ته په خپل سیمه ییز سفر ریاض کې دی.

دغې سرچینې ویلي چې سعودي عربستان له اسرائیلي رژیم سره د اړیکو د عادي کولو لپاره د خبرو اترو د درولو له پرېکړې امریکايي چارواکو ته خبر ورکړی دی.

د اسرائيلي رژيم او فلسطيني مقاومت ترمنځ شخړه د جمعې په ورځ د حماس له خوا د طوفان الاقصی په عملياتو سره پيل شوه او تر اوسه دوام لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا