افغانستانروستي خبرونه

طالبان د افغانستان په زندانونو کې سهولتونه غواړي

چنار راډیو: وسله والو طالبانو له خپلو بنديانو سره د حکومت د چلند غندنه کړې او د بنديانو لپاره يې په بېلا بېلو برخو کې د اسانتياوو غوښتنه کړې ده.
د طالبانو دغه غوښتنه په هغه خبرپاڼه کې شوې چې د دوى د يوه وياند ذبيح الله مجاهد لخوا د چنګاښ په ١٨مه، رسنيو ته لېږل شوې ده.
په دې خبرپاڼه کې ادعا شوې چې له تېرو ١٥ کلونو راهيسې د افغانستان حکومت او امريکايي ځواکونو په خپلو زندانونو کې له بنديانو سره ناسم چلند کوي او په دې وروستيو کې په دې اړه شکايتونه زيات شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د نورو  زندانونو ترڅنګ په بګرام زندان کې له اړوندو مسوولينو او د افسرانو لخوا له بنديانو سره تاوتريخوالى کېږي چې د بنديانو له حقوقو څخه سرغړونه ده.
طالبانو ويلي،  بنديانو ته يې سور رنګه تنګې جامې ورکول کېږي چې  په ناسته ولاړه، لمانځه او نورو حرکاتو کې له ستونزو سره مخ وي.
دغه راز په خبرپاڼه کې د بنديانو له کورنيو سره د ليدنو کتنو پر وخت هم نيوکه شوې چې يا چانس نه ورکول کېږي او يا هم  ډېرې کمې ليدنې ته وخت ورکوي.
طالبانو دغه راز د بنديانو پر خوړو نيوکه کړې چې له امله يې هغوى ته بېلا بېل ډول ناروغۍ پيدا شوې دي او د ناروغانو درملنې ته رسيدګي هم نه شي کېدلى.
دوى ويلي، بنديانو ته د سپورټ او مطالعې چانس نه ورکول کېږي او محدوديتونه وضع شوي دي.
طالبانو په دې خبرپاڼه کې له بنديانو سره  ياد چلند په کلکه غندلى او له اړوندو نړيوالو حقوقي او بشري ادارو څخه يې په دې اړه د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
خو د افغانستان د محابسو عمومي رييس عبدالعليم کوهستاني د طالبانو يادې ادعاوې رد کړې او په ډاګه يې کړه چې د بنديانو له حقوقو څخه سرغړونه جرم بلل کېږي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د افغانستان دولت  د طالبانو او نورو بنديانو ټولو حقوقو ته ژمن دى .
نوموړي زياته کړه، د هېواد  د ټولو زندانونو مسوولينو ته لارښوونه شوې چې له بنديانو سره معقول او انساني چلند وکړي، خو له ازادېدو وروسته د سالمو انسانانو په توګه  ټولنې ته وړاندې شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا