اسلایدشوروستي خبرونهسیاستنړۍ

امنیت شورا په شاه چراغ شیراز کې ترهګریز برید په کلکو ټکو وغانده

دید خبری اژانس: د ملګروملتونو امنیت شورا د ایران په شیراز ښار کښې د شاه چراغ په زیارت ترهګره حمله وغندله.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ایران په شاه چراغ «ترهګریز برید» غندلی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې د شیراز ښار د شاه چراغ پر زیارت وسله وال برید غندلی دی.

په دغه بیانیه کې راغلي دي: «د امنیت شورا غړو د اګست د میاشتې په دیارلسمه نیټه په شیراز کې د شاهچراغ په زیارت کې پر بې ګناه خلکو او زیارت کوونکو باندې وحشیانه او بزدلانه تروریستي حمله په کلکو ټکو وغندله.

تر اوسه دغه زیارت دوه ځله د ترهګرو بریدونو هدف ګرځېدلی او د دواړو بریدونو پړه داعش پر غاړه اخیستې ده.

برید کوونکي د ایران د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي یا وژل شوي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا