اسلایدشوروستي خبرونهنړۍ

د بریتانوی ځواکونو جنګی جنایتونه

د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو یوه پوځي مایک مارتین، اي. بي. سي نیوز ته ویلي چې له ځان سره به یې اضافي وسلې ګرځولې او د ملکیانو تر وژلو وروسته به یې هغه ددوی له جسدونو سره اېښودې او انځورونه به یې اخیستل ، تر څو ثابته کړي چې یاد تن وسلوال ؤ او د دوی پرضد یې مبارزه کوله.
د راپورونو تر مخه د برېتانیا ځانګړو ځواکونو په تېرو لسو کلونو کې د جګړې پر مهال ستر جنګي جنایتونه تر سره کړي دي.

نوموړي اعتراف کړی چې تل به ورته کمزوري اطلاعات راتلل او دوی به یې هم د کروالي په اړه یقیني نه ؤ ، خو بیا به یې هم پر بنسټ شپني عملیات کول
نوموړي ویلي چې به عملیاتو کې مو په لوی لاس ملکي خلک په نښه کول.
د یادونې وړ ده چې د هر هیواد سرتیرو په افغانستان کې له جنایي کړنو دریغ نده کړی او په ځلونو ګڼو خارجي سرتیرو د ملکي افغانانو په وژلو ځورلو او شکنجو اعترافات کړي دي.

د دې سرتیري خبرې داسې مهال خپریږي چې پدې وروستیو کې برېتانیا په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د جرمونو د څېړنې لړۍ درولې ده.

څو ورځې وړاندې د استرالیایي ځواکونو پسې هم ورته راپور خپور شو چې هغه مهال د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې غړې پاتریشیا ګاسمن په یوه لیکنه کې ویلي و، هیله لري چې د استرالیايي ځواکونو د جرمونو په اړه پلټنې د بریتانوي ځواکونو په څېر و نه درول شي.

د یادونې وړ ده چې ورځ تر بلې د امریکایانو او داخلي عسکرو د جرمونو لړۍ به افشا کیدو ده هغه څوک چې یو وخت یی ځانونه د بشري حقونو مدافعین بلل اوس جنایي قاتلین پیژندل کیږي

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا