اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستسیمهمنطقیمهم مطالبنړۍ

روسیه: له طا-لبانو سره د خبرو بل بدیل نشته

ډید خبري اژانس: په داسې حال کې چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د یوه کال لپاره غځول کېږي، روسیه ټینګار کوي چې له طا-لبانو سره د خبرو بل بدیل نشته.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې د سفیرې مرستیاله انا اوستګنیوا وايي، په افغانستان کې د وضعیت له معقولې او متوازنې ارزونې او له طا-لبانو سره له رغنده او عملي خبرو پرته په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټینګېدل ناشوني دي.

هغه د امنیت شورا په غونډه کښې ټینګار وکړ چې له دغې لارې هیڅ بدیل نشته.

په امنیت شورا کې روسیې د هغه پرېکړه لیک په حق کې رایه ورکړه چې له مخې یې د یوناما ماموریت د یوه بل کال لپاره وغځول شو او هرکلی یې وکړ.

د روسيې استازي وويل چې د يوناما د کار له دوام څخه د امنيت شورا ملاتړ په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د نړيوالې ټولنې د ژمنو په اړه د دغه هېواد خلکو ته پيغام ورکوي.

آغلې اوستګنیوا د طا-لبانو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت تر منځ خبرې اترې یوه اړینه موضوع وبلله.

هغه د افغانستان د بشري وضعیت د اړخونو په «سیاست کولو» باندې «د مختلفو پلمو لاندې» نیوکه وکړه او هغه یې «د نه منلو وړ او غیر اخلاقي» وبلله.

د مسکو استازي وویل، دا د خواشینۍ ځای دی چې ځینې هېوادونه د افغانستان د بشري ننګونو بحث یوازې په هېواد کې د بشري حقونو له وضعیت سره تړاو لري او د پرېکړه لیک په مسوده کې نوي واقعیتونه په داسې ډول منعکسوي چې ورته مناسب وي.

هغه زیاته کړه، دغه تګلاره د افغانستان د خلکو د وضعیت په اړه د اندېښنې، په دغه هېواد کې د وضعیت د عادي کېدو پر اهمیت او په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د بیا یوځای کېدو په اړه د هراړخیز دریځ له غوره کولو سره په تضاد کې ده.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لینډا توماس ګرینفیلډ ویلي چې د یوناما د ماموریت غځول به دغه دفتر وکولای شي چې د افغانستان په اړه د فعالینو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي.

پرون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ د ماموریت یو پریکړه لیک تصویب کړ چې له مخې یې د یوناما موده د یو بل کال لپاره وغځول شوه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا